د ترکیې دفاعي چارواکي وایي، ترکیي پوځ هغه اصول بدل کړل چې پخوا ښځو ته اجازه نهوه چې د کار په وخت پړونی پر سر کړي.
یوه ترکي چارواکي د چهارشنبې په ورځ په دې شرط چې نوم به یې نه اخیستل کېږي وویل، له نویو اصولو سره سم ټولې پوځیانې او د حربي ښوونځيو زدهکوونکې کولای شي چې له پوځي یونیفارم سره ټیکری پرسر کړي.
د ټیکري د پر سرولو بندیز تر دې مخکې په پوځي دفترونو، ملکي دفترونو، سمندري ځواکونو او پولیسو کې لېرې شوی و.
په ترکیه کې د پړونې پر پرسرولو له اوږدې مودې راهیسې بندیز لګول شوی و، خو د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د عدالت او ترقي ګوند دغه ډول بندیزونه ورو-ورو لېرې کړل.
د عدالت او ترقي ګوند له ۱۵ کلونو راهیسې په ترکیه کې واکمن دی.