جرمني څارنوالان وایي چې له معایناتو وروسته څرګنده شوه چې هغه افغان چې د یوې جرمنۍ په وژنه او هغې ته د بدلمنۍ په ور اړولو تورن دی، په عمر پوخ دی.
د فریبورګ د ښار څارنوال مایکل مایچتیل وویل، د ده دفتر ته د څو معایناتو نتیجې رارسیدلې دي چې پهکې معلومېږي چې حسین ۲۲ کلن دی.
په خپله حسین ویلي دي چې دی ۱۷ کلن دی.
مایچتیل د چهارشنبې په ورځ اسوشیټېډ پریس اژانس ته وویل، که حسین د ۱۹ کلنې نجلۍ د وژلو او پر هغې د جنسي تیري په تور مجرم وپيژندل شي او قانوني عمر ولري، په عمري حبس به محکوم شي.
ماریا لادن برګر د طب پوهنځي محصله وه چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې ووژل شوه.
بیا د ډیسمبر په میاشت کې د دې نجلۍ د وژلو او پر هغې د تجاوز په تور د حسین په نوم یو افغان ونیول شو.