د پاکستان پوځ په ټول هېواد کې د ترورېزم ضد عملیات پیل کړل

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ترورېزم ضد عملیات پیل کړل. دغه عملیات وروسته له هغې پیلېږي چې په دې وروستیو کې د سخت دریځو په یو شمېر حملو کې په دې هېواد کې له سلو زیات کسان ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې له مخې پلي پوځیان، هوایي ځواکونه، سمندري ځواکونه، ملېشه او نور ټول امنیتي ځواکونه به د «رد الفساد» په نوم عملیاتو کې برخه واخلي ترڅو په هېواد کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

په پاکستان کې پر صوفي زیارت د اسلامي دولت ډلې د ځانوژونکې حملې په ګډون چې لږ تر لږه ۹۰ تنه په‎کې ووژل شول د تېرې اوونۍ د یو لړ حملو وروسته امنیتي ځواکونه تیارسی شوي وو.

د سېند له حملې مخکې د طالبانو یوه ځانوژونکي د فبرورۍ په ۱۳ په لاهور کې په چاودنه کې ۱۳ کسان ووژل.

پر دې سربېره پاکستان د یو شمېر نور حملو شاهد هم وو.