روسیې یوه باروړونکې سفینه فضایي سټیشن ته واستوله

روسیې په بریالیتوب سره یوه باروړونکې سفینه نړیوال فضایې سټیشن ته واستوله.

دسیوز په نوم د بې پیلوټه سفینې ماموریت دا وو چې نړیوال فضایې سټیشن ته د اړتیا وړ مواد ورسوي.

دا سفینه یا فضایي بېړۍ نن په قزاقستان کې د روسیې له فضایې اډې وتوغول شوه.

سفینه په خوندي ډول خپل مدار ته داخله شوه څو د نړیوال فضایې سټیشن ته ورسېږي.

تر دې وړاندې د ډسمبر پر لومړۍ نېټه یوه بله فضایې بېړۍ ونه توانېده دغه ماموریت ترسره کړي.

هغه په فضا کې وچاودېدله او ټوټې یې په جنوبي سایبیریا کې راولوېدې.

روسي چارواکو ویلي وو چې هغه پېښه په راکټ کې د تخنیکي ستونزې له کبله شوې وه.

په نړیوال فضایې سټیشن کې دا مهال دوه امریکایي، دوه روسي او یو فرانسوی فضانور یا ستور مزلي مېشت دي.