روسیې د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په توګه د ایچ ار مکمسټر د ګمارلو په اړه په غبرګون کې له احتیاطه کار اخیستی دی.
ډونالد ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۰ نېټه وروسته له هغه چې مایکل فلین د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په توګه له دندې استعفا وکړه، مکمسټر د هغه د ځای ناستي په توګه ونوماوه.
د کرملېن ویاند ډیمیتري پېسکوف د فبرورۍ پر ۲۱مه په یوه خبري کنفرانس کې د مکمسټر د ګمارنې په اړه د څه ویلو ډډه وکړه.
د روسیې دولتي خبري اژانس «ار. ای. اې RIA» د هغه هېواد د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمېټې د یوه غړي په حواله ویلي چې مکمسټر سل په سلو شدید سختګیر او د روسیې لپاره یو ګواښ دی.
هغه ویلي د واشنګټن د دفاع او استخباراتو څانګې به د روسیې ضد پالېسۍ پیل کړي.
بلخوا د همدې کمېټې مشر ویکتور اوزوروف ویلي، دې ته په پام سره چې مکمسټر به څه ډول سلا مشورې ډونالد ترمپ ته ورکړي، په خپله ولسمشر هغه کس دی چې د پالېسیو په اړه پرېکړه کوي.
مکمسټر تېر کال په یوې وینا کې ویلي چې روسیه توانېدلې په ۲۰۱۴ کال کې د مالي لګښت پرته د کریمیا ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوي او د اوکراین په ختیځ کې پوځي مداخله وکړي.
مکمسټر ویلي وو چې د مسکو یو بل لوی هدف دا دی چې تر سړې جګړې وروسته په اروپا کې امنیت، اقتصاد او سیاسي نظم ګډوډ او داسې حالت تهیې واړوي چې تر ډېره د روسیې ګټې پهکې وي.
نوموړي دا هم ویلي چې روسیې په کریمیا او د اوکراین په ختیځ کې له داسې ترکیبي جګړو کار اخیستی چې یوه برخهیې سیاسي، بلهیې ناسم معلومات او یوه برخهیې هم پوځي ده.