په کیف کې زرګونه کسانو نن د هغو مظاهره کوونکو د درناوي لپاره لاریون ته راوتلي چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې د اروپا څخه د ملاتړ په لاره کې ووژل شوه.
هغه مظاهرې د اوکراین د هغه مهال واکمن حکومت پر ضد شوې وې.
نننی لاریون د اوکراین د درېیو ملت پالو ګوندونو لهخوا پیل شوی دی.
د دغو ګوندونو فعالان نن د کیف په استقلال میدان کې راټول او د پارلمان پر لوري ولاړل.
دوی په پام کې لري هلته خپلې غوښتنې د پارلمان غړو، کابینې او ولسمشر پترو پروشینکو ته وړاندې کړي.
د دغو لاریونونو تنظیموونکي وایي، دوی به له حکومت څخه وغواړي چې د ۲۰۱۴ کال د خونړیو مظاهرو په اړه بشپړ تحقیقات وکړي او له روسیې سره ټولې سوداګریزې اړیکې سمدستي پرې کړي.
د لاریون په سیمه کې سلګونه پولیس ځای پر ځای شوي دي.