د ځوانانو پارلمان غړي: ارزګان کې د ماشومانو حقونه تر پښو لاندې شوي

د ارزګان ځوانان وايي، نور به خپل راتلونکی نسل دې ته پرې ‎نه‎ږدي چې نالوستي يې ټولنې ته وړاندې کړي.

د ځوانانو پارلمان کې د ارزګان د ځوانانو غړي نصیب‎الله وطن‎وال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ارزګان کې په سلو کې ۸۰ سلنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او د ښې راتلونکې لپاره‌يې هېڅ اقدامات نه‎دي شوي بلکې زیات‌يې له زده‎کړې بې‌برخې دي.

ښاغلي وطن‎وال زیاته کړه:

"زما له مرکزي ادارې غوښتنه دا ده چې باید د پوهنې وزارت د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره ځانګړی معینیت جوړ کړي، بیا که هغه نه‎وي نو غیر دولتي مؤسسات خو باید د ماشومانو لپاره یو څه وکړي."

له دې سره یو شمېر هغه کسان چې په خپلو کم عمره ماشومانو شاقه کارونه کوي او زده‎کړې ته‌يې نه‌پرېږدي وايي، دا هر څه له مجبورۍ کوي او په خبره‌یې که دولت ورته د کار زمینه برابره کړي نو دوی به خپل بچیان ښوونځیو ته واستوي.

دوی له دولته غوښتنه وکړه چې د ماشومانو راتلونکي ته دې پام وکړي.

د ارزګان ولایت یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته وویل:

"نوم مې حفیظ الله، د بزګرۍ کار کوم، درې زامن مې هم له ما سره بوخت دي، ښوونځي ته‌يې نه‌پرېږدم ځکه چې زه یوازې کار نه‎شم کولای."

"حاجي ولي‎داد یم، په خپلو ۴ زامنو ښار کې پلاسټیکونه او خاشاک ټولوم."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي اداره هم په دې اړه اندېښنه ښيي چې دې ولایت کې د ماشومانو حقوق له پامه غورځول شوي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راپه دې‌خوا د ماشومانو د حقونو د ساتنې برخه کې هېڅ ډول اداره فعالیت نه‎لري او په وینا يې چې دا له ارزګاني ماشومانو سره د مرکزي ادارې له‎خوا د مور او میرې چلند دی.

نوموړی وايي چې د ماشومانو د حقونو خونديتوب زموږ وظیفه ده او پر دې موضوع مو له مرکزي ادارې او غیر دولتي مؤسساتو سره خبرې کړي خو هغوی يې په اړه یوازې ژمنې کړي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب

ښاغلی نایاب وايي:

"د ارزګان ولایتي اداره تل دا هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د خلکو او ماشومانو راتلونکی روښانه کړي، زما له خلکو هم غوښتنه دا ده چې د خپلو ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي."

له دې ټولو سره-سره افغانستان کې "HWHO" مؤسسې مسؤلین وايي چې موږ پلان لرو څو په راتلونکي زېږديز کال کې په ټول افغانستان کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب لپاره ادارې پرانيزي.

راپور: شریف‌الله شرافت