نی: د رسنیو سپکاوی که له هر ادرسه وي غیر قانوني دی

له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی وايي خبریالانو او رسنیو ته سپکاوی که له هر ادرسه کېږي غیر قانوني عمل دی.

له دغې ادارې څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جنبش ګوند د ویاند له لورې ټولو رسنیو ته د اجیر خطاب کول د بیان د ازادۍ ښکاره سپکاوی دی.

خبرپاڼه د نی د اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر له قوله وايي، که هر څوک پر رسنیو نیوکې لري باید د قانون سره سم خپل شکایت ثبت کړي نه دا چې سپکاوی یې وکړي.

د نی د معلوماتو له مخې د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‌ینج تېره ورځ د جنرال دوستم د کور د محاصرې پر مهال ویلي و چې ټولې رسنۍ اجیرې دي.

بشیر احمد ته‌ینج تر اوسه د نی ادارې د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.