د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پاکستان کې د افغان مهاجرو نیونه د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف بولي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډیو ته وویل که څه هم ځیني افغان کډوال بېرته راخوشې شوي خو پاکستان د افغان مهاجرو په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو سم عمل نهدی کړی.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان، پاکستان او «یو. ان. اېچ. سي. ار» تر منځ یوه درې اړخیزه هوکړه لاسلیک شوې که چېرته هلته افغانان نیول کېږي، ځورول کېږي او یا هم په زوره ایستل کېږي د کډوالۍ په تړاو د ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسینونو څخه سرغړونه ده."
په کابل کې د پاکستان سفارت بیا وايي دا د دوی حق دی چې غیر قانوني کډوال او یا هم هغه کسان چې له ترهګرو د ملاتړ ګومان پرې کېږي ونیسي.