د ملي امنیت شورا حزب‎اسلامي سره د موافقې پر تطبیق ټینګار کړی

د افغانستان د ملي امنیت شورا د حزب‎اسلامي سره د سولې د موافقې د مفادو په لا زیات تطبیق او پاملرنې ټینګار کړی.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د سې شنبې په مازیګر د ملي امنیت شورا په غونډه کې د سولې موافقت‎نامې د تطبیق له کمېسیونه وغوښتل شول چې په ځانګړي توګه دې د زندانیانو د خلاصولو، بیا ادغام، اوربند او د سوله‌ییزو سیمو د رامنځته کولو په خاطر هڅې زیاتې کړي.

د ارګ د خبرپاڼې په وینا دې غونډه کې د افغانستان په روان امنیتي وضعیت هم د امنیتي ادارو د مشرانو راپورونه وڅېړل شول او د راتلونکي لپاره پر امنیتي پلانونو بحثونه او پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د حزب‎اسلامي سره څو میاشتې مخکې د سولې موافقه لاسلیک کړې، خو د حزب‎اسلامي چارواکي د دې موافقې د عملي کېدو برخه کې د حکومت له پڅو اقداماتو وخت ناوخت شکایت کوي.