جان کیلي امریکا کې د ناقانونه کډوالو پرضد سخت حکمونه ورکړي

د امریکا د کورني امنیت وزارت د سې شنبې په ورځ د ناقانونه کډوالو پر ضد نوي او سخت حکمونه ورکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي له‎خوا ورکړل شوي دې دوو حکمونو کې سرحدي ګزمو او د مهاجرت مأمورینو ته امر شوی چې که هر چېرته غیر قانوني کډوال پیدا کړي هر څومره ژر چې ممکن وي خپلو هېوادونو ته دې ستانه کړي.

د دې نویو امرونو له مخې له متحده ایالاتو څخه به هغه ناقانونه کډوال لومړی ایستل کېږي چې په جرمونو تورن وي او یا په احتمالي توګه له جنايي تورونو سره مخ کېږي.

په دې کې به هغه غیر قانوني کډوال چې د ترافیکي سرغړاویو له کبله نیول کېږي له هغو سره چې په لویو جرمونو مجرم بلل شوي یوځای له متحده ایالاتو څخه هغو هېوادونو ته بېرته استول کېږي چې ترې راغلي دي.

اټکل کېږي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۱ میلیونو په شااوخوا کې غیر قانوني کډوال موجود دي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي همدارنګه د امریکا په جنوبي پوله له مکسیکو سره د دېوال د پلانونو او جوړولو د کار د سمدستي پیلېدو امر هم کړی.

نوموړي همدارنګه د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې د ادارې لپاره د پنځه زرو او د کډوالو او ګمرکونو د ادارې لپاره د لس زرو نورو مأمورینو د استخدام امر هم کړی دی.