ولسمشر غني امریکايي سناتورانو سره پر کومو موضوعاتو بحث کړی؟

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له یو شمېر امریکايي سناتورانو سره په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړي دي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه پال ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې دا خبرې د سې شنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې وشوې.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر او امریکايي سناتورانو په بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو بحث وکړ.

د ولسمشر له مرستیال ویاند دوا خان مینه پال سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او په سر کې یې دا پوښتنه کړې چې د تېرو لیدنو په نسبت له امریکايي سناتورانو سره د افغان ولسمشر اوسنۍ لیدنه څومره مهمه وه او څه توپیر یې درلود:

Your browser doesn’t support HTML5

له دوا خان مینه پال سره مرکه.