د جرمني یوه کمپنۍ غواړي د افغان حکومت په مرسته د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیري کارونه د افغانستان په خاوره کې پیل کړي.
د دغې پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پیل هوکړهلیک د سې شنبې په ورځ د افغان ګاز مسؤلینو او جرمني کمپنۍ له لوري د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.
افغان چارواکو د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو پیلول په دې پروژه کې د دخیلو هېوادونو د نښلولو لپاره یو مهم ګام وباله او ټینګار يې وکړ چې د دې پروژې د پشپړولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
په زېربنايي چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د تفاهملیک د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د دغې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به بېساري اقتصادي پرمختګونه رامنځته شي.
نوموړی وايي:
"په رښتیا سره نن ډېره د خوښۍ ورځ ده چې د دې لویې ملي او سیمهییزې پروژې د بشپړتیا یو لوی ګام اخلو او د ټاپي پروژې د کار د پیل تفاهملیک لاسلیک کوو، دا پروژه نهیوازې د ګاز نللیکه ده چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند سره نښلوي بلکې د نوري فایبر لپاره یو اقتصادي دهلیز هم دی چې څلور واړه هېوادونه له اروپا سره نښلوي."
د ټاپي پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پیل په مراسمو کې د افغان چارواکو سربېره د ترکمنستان، پاکستان او هند سفیرانو هم ګډون کړی وو.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې سروې، ډیزاین او د انجنیرۍ کارونه د "I.L.F" جرمنی شرکت په غاړه لري او افغان دولت ژمن دی چې د امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیره غزاله حبیبیار وايي، د ټاپي په اړه بحثونه پیل شوي او دغه پروژه به په دوو پړاونو کې بشپړه شي.
هغې وویل، د پروژې لومړی پړاو چې په یو کال کې به بشپړ شي د پروژې امنیت، د پروژې مطالعاتي برخه، ماین پاکونه او د ځمکو استملاک پهکې شامل دي.
د نوموړي په خبره په دوهم پړاو کې چې درې کاله وخت نیسي د پروژې اساسي کارونه به پیل شي خو اوس د افغان ګاز تصدۍ برخه کې د کارګرانو او ماهرینو د روزنې چارې به پیل کړي.
د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه تېر کال د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو په ګډون د ترکمنستان عشقاباد ښار کې رسماً پرانیستل شوه.
د ګازو دغه نللیکه چې ۱۸۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري ۷۳۵ کېلو مترهیې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.
د دې پروژې په عملي کېدو سره به هر کال ۳۳ میلیونه متره مکعبه ګاز له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولېږدول شي.
د ترکمنستان لهخوا د ټاپي پروژې د ګازو د لېږدولو مشر مراد امانوف د دې پروژې د ډیزاین او انجنیرۍ کارونو د پرانیستې په مراسمو کې د ټاپي پروژې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او ټاپي پروژهيې د ټولنیز ثبات لپاره مهمه پروژه یاده کړه.
ښاغلي امانوف زیاته کړه:
"په اوس وخت کې ترکمن ګاز یو شمېر کارونه خلاص کړي او د انجنیرۍ او ډیزاین اسناد يې بشپړ شوي دي، د افغانستان ملاتړ ډېر مهم دی، د سیمې د هېوداونو تر منځ همغږي ډېره مهمه ده، د دې په خاطر چې کومه تخنیکي نیمګړتیا رامنځ ته نهشي. پروژه باید د موافقتنامې په بڼه بشپړه شي."
هغه د ترکمنستان په نمایندهګۍ وویل، هېواد يې د دې پروژې د تطبیق لپاره ژمن دی او د دوی شرکت د مالي مسایلو په اړه خپلې مشورې پیل کړې دي.
بل لورته د اقتصادي چارو افغان کارپوه عبدالله واحدیار د دغې پروژې د ډیزاین لپاره د امنیت په تأمین ټینګار وکړ او له حکومتهيې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د هغو سیمو د اوسېدونکو همکاري جلب کړي چې د ګازو دا نللیکه ورڅخه تېرېږي.
راپور : اکرامالله اکرام
Your browser doesn’t support HTML5