د کونړ پر سرکاڼو، خاص کونړ او دانګام ولسوالیو یو ځل بیا د پاکستاني پوځیانو له لوري ۸۷ توغندي ویشتل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه توغندي تېره ورځ ناوخته لګېدلي او ډېری خلکیې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي.
نوموړي وویل چې دغه توغندي تلفات نهلري.
د کونړ امنیتي چارواکي وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپه دېخوا د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو نېږدې درې سوه توغندي د پاکستان له لوري ویشتل شوي او دوه ملکي وګړي پهکې وژل شوي دي.
همدارنګه د ننګرهار پر لعلپورې ولسوالۍ هم په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري راکټي بریدونه شوي او له املهیې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.