د سرپل ولایت دولتي چارواکي وايي چې نړیوالې ترورېستي ډلې په دې ولایت کي نسبت پخوا ته ډېرې فعالې شوې دي او اوس-اوس د طاهر یولادش د زوی تر مشري لاندې د ازبکستاني طالبانو ډلې خپل فعالیت د سرپل او جوزجان د پولو تر منځ پیل کړی دی او سرتېري جذبوي.
د دې ولایت والي ظاهر وحدتیې په اړه وايي:
"په پنځو جبهو کې په مختلفو ولسوالیو کې موږ د دولت له مخالفو وسلهوالو سره جنګېږو، لامو یوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې ده. باید یاده کړم چې نړیوال ترهګر هم دې ولایت کې فعالیت کوي."
د سرپل والي وايي چې د دې ولایت له مرکز او بلخاب ولسوالۍ پرته په ټولو نورو ولسوالیو کې د دولت ضد وسلهوالې ډلې او طالبان فعالیت لري.
دی وايي چې د طالبانو ډېر شمېر ډلې داعش سره یوځای شوې دي او یو شمېر نورې ډلې یې ورسره د مذاکرو په حال کې دي او که دا ډلې له داعش سره بیعت وکړي نو د اسلامي دولت ځواکونو یا داعشیانو قدرت زیاتېږي او ناامني په دې ولایت کې لا نوره هم پراخېږي.
ظاهر وحدتیې په اړه وویل:
"نن ورځ تاسو هم شاهدان یاست چې داعش دې ولایت کې بیرغ پورته کړی او د طالبانو مختلفو ډلو دوی ته بیعت کړی او یو شمېر نورې ډلې ورسره د مذاکرې په حال کې دي، که دا ترورېستي ډلې سره یو شي، قوتیې لا نور پياوړی کېږي او فعالیتیې پراخېږي."
د سرپل والي زیاتوي چې طالبان له یو نیم کال راهیسې په کوهستاناتو ولسوالیو کې پراخ فعالیت لري او دلتهیې د ترهګرو د تربیې او تجهیز مراکز هم جوړ کړي دي او د سرتېرو د جذب په حال کې دي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې سرپل د شمال زون له کلیدي ولایتونو څخه دی، که دا ولایت د نړېوالو ترورېستانو په منګولو کې ولوېږي نو نور شمالي ولایتونه به هم امن پاتې نهشي او ناامنۍ به په بلخ، جوزجان او فاریاب کې هم زیاتې شي.
په شمال زون کې د سیاسي چارو کارپوه ذبیحالله احساس وايي چې د بهرنیو ترورېستانو حضور به ناامني په دې ولایت کې تر بل هر وخته دوامداره وساتي.
احساسیې په اړه زیاتوي:
"سرپل یو داسې جغرافیوي موقعیت لري که سرپل ناامنه شي، نو ښکاره ده چې بلخ او جوزجان هم د نا امنۍ په لمبو کې ګیرېدای شي. کوهستانات ولسوالۍ چې د ډېرې مودې راپدېخوا د ازبکو ترهګرو په لاس کې ده دوی دلته ترورېستان روزي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا هم د سرپل دولتي چارواکو ویلي چې د مرکزي حکومت نظامي برخې د یاد ولایت د امنیت ټینګښت ته بېپامه دي او په کراتو یې د نظامي تجهیزاتو او ملاتړ غوښتنه کړې، خو لا هم ورسره مرسته نهده شوې.