د ایران چارواکو د پایتخت تهران پر فضا د هر ډول بېپیلوټه الوتکو پر الوزولو بندیز ولګاوه.
دا بندیز وروسته تر هغې اعلان شوی چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې پر دوه بېبیلوټه الوتکو چې الوزونکي يې معلوم نهشول، ډزې وکړې.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، دا بندیز چې په سمدستي ډول عملي بڼه لري د دې هېواد د پوځ اعلی قومندانۍ اعلان کړی دی.
د اعلاميې له مخې د حکومت د یوه او یا دوه وزیرانو له اجازې او د دولتي راډیو ټلوېزیون پرته بل هېڅڅوک د تهران پر فضا بېپیلوټه الوتکه نهشي الوزولی.