یاماموتو هڅه کوي څو د کابل-اسلام وروستی کړکېچ حل کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي پرون د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د تازه کړکېچ په اړه د پاکستان صدراعظم له سلاکار سره خبرې وکړې.

تدامیچي یاماموتو په اسلام‎اباد کې له طارق فاطمي سره په داسې حال کې وکتل چې د راپورونو له مخې پاکستان تورخم او چمن سیمو سره نېږدې درنې وسلې او ټانکونه ځای پر ځای کړي دي.

پاکستاني رسنیو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا له قوله ویلي چې د یاماموتو او فاطمي تر منځ خبرې د افغانستان د سولې پر مسئله متمرکزې وې.

د پاکستان په سند ایالت او نورو سیمو کې د وروستیو چاودنو او وسله‎والو بریدونو راپدېخوا پاکستان پر ډیورند کرښه پرتو افغان سیمو راکټي بریدونه پیل کړي.

افغان حکومت هم دې سیمو ته اضافي ځواکونه استولي او د پاکستاني ځواکونو د هر ډول تېري د ځوابولو ګواښ‌یې کړی دی.