په منځنۍ اسیا کې د برفکوچونو له کبله ګڼ شمېر خلکو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د تاجکستان د سړکونو ابتکاري حل لارو شرکت وياند دلير عبدالله يېف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې د يکشنبې په ورځ برفکوچونو درې کارکوونکي وژلي دي.
دغه شرکت د تاجکستان د سړکونو په سم ساتلو کې مرسته کوي.
دوه نور کسان ورک دي او په دغه غرني هېواد کې د برفکوچونو له کبله ګڼ شمېر سړکونه بند کړای شوي دي.
په ګاونډي قرغزستان کې د بېړنيو حالاتو وزارت مطبوعاتي څانګې ازادي راډيو ته ويلي چې په دوو جلا پېښو کې د يکشنبې په ورځ دوه کوچنیان او یوه ښځه په برفکوچونو کې وژل شوي.
لږ تر لږه لس کسان په روغتون کې بستر شوي چې د ډېریو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
د تېرې جمعې په ورځ د ګاونډي قزاقستان په ژمبيل سيمه کې په یوه برفکوچ کې اووه نظامي پرسونل وژل شوي دي.