مستغني: افغان حکومت پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو لېست سپارلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ۸۵ ترهګرو او ۳۲ ترورېستي روزنیزو مرکزونو لېست ورسپارلی دی.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن دا څرګندونې له ازادي راډيو سره په مرکه کې وکړې.

ښاغلی مستغني وايي:

"د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن، ۳۲ ترورېستي روزنیزو مرکزونو او په تکرار سره د ۸۵ ترهګرو لېست چې د افغانستان په وړاندې په پاکستان کې فعالیت لري په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر په واسطه پاکستاني چارواکو ته سپارلی دی او له هغوی په دې برخه کې د اقداماتو غوښتنه کړې ده."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې تر خونړیو حملو وروسته افغانستان ته د ۷۶ مشکوکو ترهګرو یو لېست سپارلی و چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې پټ دي او له دغه ځایه پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر تر دې مخکې ویلي چې دوی به د پاکستان له لوري د مشکوکو کسانو د ورسپارل شوي لېست په اړه غور او پلټنه وکړي خو له پاکستان هم غواړي چې د دوی له‌خوا د ورسپارل شویو ګڼو لېستونو او هغو مشهورو کسانو پر ضد اقدامات وکړي چې پاکستان کې خوندي ځالې لري.