رحیمي: کابل کې د پولیسو ډزو کې یو تن وژل شوی

په کابل کې پوليسو پر يو موټر ډزې کړي، يو ملکي وګړی يې وژلى او بل‌يې ټپى کړى دی.

د پېښې په ځای کې د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي خبریالانو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار څلور نيمې بجې د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند ساحه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د ملکي وګړو یو موټر هڅه کوله د پولیسو له چک پاینټ نه تېر شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ کلک تدابیر درلودل کله چې یو کرولا ډوله موټر د راتلو پر مهال د پولیسو چک پاینټ ته موټر نه‌دروي او بلاخره کله چې له چک پاینټ څخه تېرېږي ډزې کېږي او په دغو ډزو کې یو ملکي وګړی وژل کېږي او بل ټپي کېږي."

ښاغلي رحیمي وویل چې د دغې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی ترڅو د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.