عبدالله: د افغانستان او پاکستان د ستونزو حل لاره همکاري ده

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د پاکستان او افغانستان د ستونزو اساسي حل لاره د دواړو هېوادونو تر منځ صادقانه همکاري ده.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې له پیلېدو مخکې رسنیو ته په دې اړه وویل:

"د قضیې اساسي حل لاره همکاري ده او هغه هم صادقانه همکاري، له ګواښ څخه ګټه اخیستل او له ګواښونکې طریقې ګټه اخیستل کومه نتیجه نه‌ورکوي او مسیر منحرفوي."

ښاغلي عبدالله وویل یو شمېر ترورېستي ډلې چې ادعا کېږي په افغانستان کې فعالیت لري د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې دي او د دغې ډلې له ملاتړه برخمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې په هغه هېواد کې وروستۍ خونړۍ حملې په افغانستان کې پلان شوې دي.