د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په لوګر کې د طالبانو د یوې دېرش کسیزې ډلې مشر ملا نجیب نیولی دی.
د ملي امنیت ریاست لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا نجیب په لوګر کې د طالبانو لپاره د مالي امکاناتو ترلاسه کولو په هدف پاکستان ته تللی و چې د بېرته ستنېدو پر مهال د امنیتي ځواکونو لهخوا په لوګر کې نیول شوی.
ملي امنیت ریاست وایي، له نیول شوي طالب قوماندان سره زیاته اندازه پیسې، د جګړې او عملیاتو طرحې او نور مشکوک اسناد هم ترلاسه شوي دي.
تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یو زیات شمېر کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیولي دي.