د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اړوند د مروت کڅ په سیمه کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ لس غړي وژلي دي.
د دغه ولایت ویاند سرحدي ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه ناوخته نامعلومو کسانو د ملکي خلکو په یوه کور دوه لاسي بمونه غورځولي او د دغې کورنۍ لس غړي يې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
نوموړي وویل چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ښاغلی ځواک وایي، د ولایت مقام امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د دې پېښې عاملین پيدا او د قانون منګولو تهيې وسپاري.