د سپینې ماڼۍ د چارو مشر دا ردوي چې ګواکې د ولسمشر ډونالد ټرمپ سلاکاران په تېرو انتخاباتو کې د روسيې له استخباراتو سره په تماس کې وو.
راینس پریبس «اېن. بي. سي» ټلوېزیون سره پرون په مرکه کې دا هم وویل چې ده ته د امریکا د استخباراتو لوړ رتبه مقاماتو ډاډ ورکړی چې د دا ډول تماسونو په اړه شوې ادعاوې بېاساسه دي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر ټرمپ سلاکارانو له روسي چارواکو سره خبرې کولې.
د سپينې ماڼۍ امنیتي سلاکار مایکل فلین تېره اوونۍ وروسته له هغې استعفا وکړه چې راپورونو وویل، واشنګټن کې يې د روسيې له سفیر سره پر مسکو د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
سپینه ماڼۍ وايي، فلین کوم غیر قانوني کار نهو کړی بلکې هغه له دې امله خپله دنده پرېښوده چې مرستیال ولسمشر تهيې نا سم معلومات ورکړي وو.