جېمز متېس: افغان ځواکونه توانېدلي چې طالبان پر شا وتمبوي

د امریکا دفاع وزیر وايي، افغان ځواکونه توانېدلي چې طالبان پر شا وتمبوي خو د دې لپاره‌يې لویه بیه ادا کړې ده.

جېمز متېس دا څرګندونې پرون په ابوظبي کې روېټرز اژانس ته وکړې.

نوموړي ویلي، که څه هم د افغان ځواکونو مرګ‎ژوبله ډېره زیاته ده خو د ښاغلي متېس په خبره طالبان هم دا مهال په بدترین وضعیت کې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر دا ونه‌ویل چې دی افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پلوي کوي او که نه؟ خو په ډاګه‌يې کړه چې د افغانستان د جګړې پر راتلونکو ګامونو غور کوي.