د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس نن په بروکسل کې د اروپايي او ناټو مشرانو سره ګوري.
ټاکل شوې چې پنس د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ له مشرې فیدریکا موګرېني، د اروپايي شورا له مشر ډونالد ټوسک، د اروپايي کمېسیون له رئیس ژان کلوډ یونکر او د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره وګوري.
د امریکا د ولسمشر مرستیال د مونشن په امنیتي کنفرانس کې له ګډون وروسته پرون ناوخته د بلجیم پایتخت بروکسل ته ورسېد.
نوموړي په مونشن کې هڅه وکړه چې اروپايي مشرانو او دفاعي متخصصانو ته د امریکا د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملاتړ ډاډ ورکړي.
مایک پنس وویل:
"د امریکا متحده ایالات ستاسو لوی متحد هېواد دی او راتلونکي کې به هم وي."
په اروپا کې د امریکا د متحدینو تر منځ د نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ هغو څرګندونو اندېښنې پیدا کړي چې ناټو یې یو زوړ شوی تړون بللی، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتینیې ستایلی او له اروپايي ټولنې څخهیې د بریتانیا د وتلو د پریکړې هرکلی کړی و.