عراقي ځواکونو موصل ښار ته نېږدې د داعش ۱۵ کلي نیولي

عراقي ځواکونه وايي، د موصل ښار لوېدیځ ته په نېږدې کېدو یې دغلته د داعش وسله‎والې ډلې څخه ۱۵ کلي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عراقي ځواکونو د موصل د بشپړ تصرف لپاره پوځي عملیات شدید کړي دي.

د موصل عملیاتو کې له عراقي ځواکونو سره امریکا ملاتړ کوي.

عراقي سرتېرو نن د موصل ښار جنوب کې د هوايي ډګر پر لور پرمختګ وکړ.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د یکشنبې په ورځ د اسلامي دولت یا داعش له وسله‎والې ډلې څخه د موصل د لوېدیځ د سیمو د بېرته نیولو د عملیاتو د نوي پړاو اعلان وکړ.

عراقي ځواکونو له داعشه د موصل ښار د نیولو لپاره خپل لومړني عملیات د تېر میلادي کال په اکټوبر میاشت کې پیل کړل چې له څو اوونیو نښتو وروسته د دې ښار د ګڼو ختیځو سیمو په نیولو وتوانېدل.

د داعش وسله‎والې ډلې د موصل ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له عراقي ځواکونو ونیوه او دا ښار یې په عراق کې د خپل خلافت د مرکز په توګه اعلان کړ.