د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ زرګونه خلکو د یکشنبې په ورځ د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه او له افغان حکومتهيې وغوښتل چې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د روانو راکټي بریدونو پر ضد دې جدي تصمیم ونیسي.
دغو مظاهرهچيانو چې د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول وويل د تېرو دوو ورځو په موده کې د ډيورند کرښې له هاخوا سیمو څخه د پاکستاني ځواکونو په راکټي بریدونو کې اته تنه تپیان شوي او شااوخوا دوه زره کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي.
د مظاهرې څو تنو ګډونوالو ازادي راډیو ته وویل:
"دا بریدونه د پاکستان د پنجاب لهخوا شوي دي او په رینې او پرچاو کورونهيې ویشتلي د دې بریدونو له وجې نه زموږ د دوه زرو نه زیات کورنۍ بېځایه شوي او اته نفره زخمیان شوي دي."
"موږ اول پر حکومت غږ کوو چې د دې تېري پر ضد دې تصمیم ونیسي کنه موږ د سر او مال نه تېر یو خو ایمان نهشو تېرېدلی او خپله به وسلې راواخلو او پر ضد بهيې وجنګېږو."
بلخوا د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي د ټیلیفون له لارې ازادي راډيو ته وويل افغان حکومت دغه موضوع جدي ګڼلې او په همدې تړاو له کابله یو لوړپوړی پلاوی هم ننګرهار ته راغلی.
دا چې د یادو بریدونو په تړاو به د دې پلاوي تصمیم څه وي تر اوسه رسنيو ته څه نهدي ویل شوي.
د ویلو ده چې د کونړ په ځينو سیمو هم راکټي بریدونه شوي چې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په یادو بریدونو کې دوه تنه زخميان شوي دي.