د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د دې هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه تیار دي چې د پاکستان د راکټي بریدونو ځواب ووایي.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې که پاکستان د افغانستان په ختیځو سرحدي برخو کې خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي او دا ستونزه له ډیپلوماتیکو لارو هواره نهشي دا هېواد به هم په مشابه اقدام لاس پورې کړي:
"زموږ قطعات له افغانستان څخه د دفاع لپاره د لومړۍ درجې احضاراتو په حال کې دي، دا موضوع به حل شي او که دوام ومومي حاضر یو چې له خپل هېواد څخه د خپل رسالت مطابق دفاع وکړو."
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د کونړ او ننګرهار ولایت پر ځینو برخو د پاکستان له خاورې نېږدې څلور سوه توغندي لګېدلي چې له املهیې د سیمهییزو چارواکو په خبره مرګ ژوبله او زیانونه هم رامنځته شوي دي.