افغان چارواکي وایي چې پاکستان له شک پرته د ترورېزم ملاتړی دی او د ترورېزم د ځپلو لپاره باید پر دې هېواد نړیوال فشارونه زیات شي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او سیمه کې د ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره امریکا باید پر پاکستان ډېر فشار وارد کړي.
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"د دې لپاره چې په افغانستان کې ترهګري وځپل شي او په سیمه کې القاعده له منځه ولاړه شي اړتیا ده چې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي، په سرکې د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې هلې ځلې باید زیاتې کړي ترڅو پاکستان د ترورېزم له ملاتړه لاس واخلي."
ښاغلي فیصل تینګار وکړ چې تروریستان په پاکستان کې روزل شوي او هلته ورته د تمویل او تجهیز زمینه برابره شوې ده.
وال سټریټ ژورنال هم د امریکایي چارواکو له قوله تازه ویلي چې له ترورېزم څخه د پاکستان د ملاتړ له امله باید پردې هېواد فشارونه زیات شي.