دهقان: پر کونړ د پاکستاني ملېشو راکټي بریدونو ۲ ملکیان وژلي

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي، تېره شپه پاکستانیو ځواکونو د خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو باندې د توپونو اویا ګولۍ راویشتلې دي.

د کونړ د امنيه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل چې یاد بریدونه د جمعې له شپې را پدېخوا په وقفه‌یي ډول دوام لري چې تر اوسه په‌کې دوه ملکیان وژل شوي او یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوي.