غني: دښمن هېڅ ستراتیژیک هدف نه‌دی تر لاسه کړی

افغان ولسمشر ډاډ څرګند کړ چې له سختیو سره سره بیا هم افغان پوځیان د خپل هېواد دفاع کوي او د ده په خبره دښمنانو خپل هېڅ ستراتیژیک هدف نه‌دی ترلاسه کړی.

ښاغلي غني د مونشن په امنیتي کنفرانس کې پرون ماښام دا څرګندونې وکړې او زیاته‌یې کړه چې اوس وخت افغان پوځیان د کم شمېر بهرنیو پوځیانو په ملتیا له خپلې خاورې دفاع کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"زموږ د دښمنانو هېڅ ستراتیژیک هدف نه‌دی پوره شوی، د افغانستان هېڅ کوم ولایت د دښمن په کنټرول کې نه‌شته، هو، موږ جګړه کوو، خو دا جګړه یوه پېچلې جګړه ده."

افغان ولسمشر پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره د ده په خبره په دې پېچلې جګړه کې لاس ورکړي او د ترورېزم د له‌منځه وړلو لپاره کار وکړي.

د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ څه باندې ۳۰ ولسمشران او ګڼ چارواکي په روانو نړیوالو امنیتي ننګونو بحث کوي.