هسپانیه کې د کډوالو په ملاتړ زرګونه کسانو لاریون وکړ

د هسپانیې په بارسلونا ښار کې پرون یو لک او شپېته زره کسانو په یوه لاریون کې برخه واخیسته او له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې له جګړه ځپلو هېوادونو نور کډوال ومني.

په ۲۰۱۵ کال کې هسپانوي دولت منلې وه چې اولس زره کډوال مني خو د وخت په تېرېدو یې یوازې یولس سوو ته اجازه ورکړه چې په دغه هېواد کې پاتې شي.

د بارسلونا ښار لاریون کوونکو په لویو بنرونو لیکلي و چې:

"پلمې بس دي، نور د هغوی مرګونه نه‌غواړو «همدا اوس‌یې راپرېږدئ» سرحدونه خلاص کړئ."

دا لاریون کوونکي چې د چارواکو په خبره شمېر یې یو لک او شپېتو زره کسانو ته رسېده د ښار له مرکز د بارسلونا مدیترانې سمندري غاړې ته روان و او پر حکومت‌یې د ژمنو د نه‌عملي کولو په خاطر انتقادونه کول.

"زموږ کور ستاسو کور" ډلې چې دا لاریون کوونکي یې راټول کړي و ادعا وکړه چې شااوخوا درې لکه کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی دی.