میرکل: لوېدیځ هېوادونه دې د ځمکنۍ بشپړتیا مقررات خوندي کړي

د جرمني صدراعظمه انګېلا میرکل وایي، لوېدیځ هېوادونه باید د ځمکنۍ بشپړتیا مقررات خوندي کړي او دا چې اړینه ده ناټو په اوکراین کې د روسیې د نفو‌ذ وروسته خپل ختیځ اړخ پیاوړی کړي.

میرکل نن د مونشن په امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې ځمکنۍ بشپړتیا تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نظم یو مهم اساس دی.

مېرمن میرکل د اوکراین په ختیځ کې وضعیت چې له درېیو کلونو راهیسي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو او حکومتي سرتېرو ترمنځ جګړه پکې روانه ده، د اندېښنې وړ وباله.

دا وایي د اوکرایین په ختیځ کې د شخړو د کراري لپاره د یوې سیاسي حل لارې موندنې ته ژمنه ده او دا چې د ۲۰۱۵ کال د منسک تړون ملاتړ کوي.

د جرمني صدراعظمي وویل هېواد یې د ناټو هغې پرېکړې ته ژمن دی چې د دغه ایتلاف هر هېواد باید د خپل هېواد دوه سلنه ناخالص عواید پر دفاعي چارو لګوي.

میرکل وایي، له روسیې سره ښې اړیکي غواړي او باور یې دا دی جې دا د روسیې او لوېدیځ په ګټه ده چې د نړیوال ترورېزم په وړاندې ودرېږي.

د جرمني دغه مشره وایي، لوېدیځ هېوادونه د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې د زغم مسؤلیت لري او باید د هغو اساسي دلایلو له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړي چې دغه خلک تېښتي ته اړ باسي.