د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس اروپا ته ویلي چې د امریکا متحده ایالات هم اوس او هم تل د دوی تر ټولو لوی متحد هیواد دی.
مایک پنس دا خبره د مونشن په امنیتي غونډه کې کړې ده او ویویل:
"ولسمشر زما څخه وغوښتل چې دلته راشم څو د هغه سلامونه او پیغام راوړم، نن د ولسمشر ټرمب په استازیتوب زه تاسو ته ډاډ درکوم چې متحده ایالات د ناټو په کلکه ملاتړ کوي او د خپل دغه بهرني ایتلاف په برخه کې به زموږ ژمني نه ماتیدونکي وي."
تر دې وړاندي د اروپایي هېوادونو مشرانو د ډونالد ټرمپ په مشرۍ د امریکا د ادارې لخوا د ناټو ایتلاف د پلوۍ په برخه کې اندېښه ښودلې وه.
پنس په دې غونډه کې وویل: "د امریکا او اروپا ترمنځ تل پاتي اړیکې نه یوازې پر پوځي ځواک بلکې پر ګډو ارزښتونو او مقرراتو لکه ازادي، ډیموکراسي، عدالت او د قانون پر واکمنۍ ولاړې دي چې موږ یې درناوی کوو."
په همدې حال کې مایک پنس په کلکه د ولسمشر ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې له خپلو اروپایې متحدینو څخه یې غوښتي چې د مالي ستونزو په برخه کې خپلې ونډې ادا کړي.
دی وایي د دفاعي بودجې په اړه د ناټو د هر هېواد له لوري د دوو فیصدو ناخالصو عوایدو د لګولو په برخه کې یوازي پنځو هېوادونو خپله ژمنه ترسره کړې ده.
دی وایي اوس یې وخت دی چې نور هېوادونه هم خپلې ژمنې پوره کړي.
دغه امریکایي چارواکي وویل سره له دې چې ټرمپ له مسکو سره د نېږدې اړیکو پاللو هڅه کوي خو وایي متحده ایالات به د اوکرایین په ختیځ کې د روسیې د مداخلې له کبله مسکو مسؤل وبولي.
پنس زیاتوي روسیه باید د ۲۰۱۵ کال د منسک تړون ته ژمنه پاته شي او د اوکراین په ختیځ کې شخړي راکمې کړي.
هغه دا هم وویل امریکا ژمنه ده چې ډاډ ورکړي ایران اټمي وسله نشي ترلاسه کولی.