فواید عامې وزارت د پروژو څارنې لپاره انټرنیټي سیسټم فعال کړی

د فواید عامې وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره یې په ټول هېواد کې، د دغه وزارت د اړوندو پراختیایي پروژو د څارنې لپاره یو پرمختللی انټرنټي سیسټم فعال کړ.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د شنبې په ورځ د دغه نوي سیسټم د معرفي کولو پر مهال په کابل کې وویل چې د افغانستان ټول اوسېدونکي کولی شي چې په ان لاین توګه د هېواد د پراختیايي پروژو، کار، پرمختګ، ستونزې، بودجه، لګښتونه، تدارکاتي چاري، د داوطلبۍ پروسه، تړونونه او داسې نورې ځانګړتیاوې، په لږه شیبه کې ووینې.

ښاغلي بلیغ وویل، د دې سیسټم له فعالېدو سره به، د پراختیايي پروژو چارې په بشپړه شفافیت سره پرمخ ولاړې شي.

محمود بلیغ.

نوموړي زیاته کړه:

"اساسي هدف دا و چې موږ وکړای شو، د پروژو له پرمختګ، ستونزو او داسې نورو چارو څخه هره ورځ کره اطلاعات ولرو، همدارنګه غواړو د بشري منابعو او تدارکاتو سیسټمونه مو هم ان لاین شي."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د پراختیايي پروژو د څارنې دغه انټرنټي سیسټم پخپله د وزارت دمتخصصینو د هڅو په نتیجه کې په شپږو میاشتو کې جوړ شوی او اوسمهال پکې شااوخوا یو زرو سل، لویې او وړې بېلا بېلې پراختیايي پروژې ډیټا شوي او پاتې نورې به هم په لږه موده کې ورشاملې شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په ولایتونو او ولسوالیو کې د سړکونو جوړول، د اورګاډیو د پټلیو جوړول او داسې نورې مواصلاتي چارې، د دغه وزارت له عمده دندو څخه دي.

پخوا تردې دغه وزارت ویلي چې غواړي په ټول هېواد کې په زرګونه کېلو متره سړکونه جوړ کړي چې د اکثرو دغو سړکونو چارې پیل شوي دي.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ کله نا کله د دغه وزارت د پراختیايي پروژو په چارو کې، د شفافیت پرکموالي انتقادونه کړي دي.

د دغه بنسټ رئیس سید اکرام افضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د فواید عامې وزارت لخوا د پروژو د څارنې د انټرنټي سیسټم فعالول وستایل خو ويي ویل چې حکومت دې، د دغه سیسټم د کاروونکو پرصداقت او امانتدارۍ هم تینګار وکړي.

سید اکرام افضلي.

​نوموړي زیاته کړه:

"په دې کې هېڅ شک نشته؛ موږ چې هرڅومره د مدیریتي سیسټمونو لپاره له تکنالوژۍ څخه کار واخلو، دا به تر ډېره کچه د فساد مخه ونیسي اما په کامل ډول یې مخه نه شي نیولی، موږ اړتیا لرو چې په حکومت کې د امانتدارۍ فرهنګ رامنځته او د فساد پر وړاندې مقاومت ایجاد شي او هغه کسان چې اصول ترپښولاندې کوي، مجازات کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت په پراختیايي پروژو کې د بې کیفیته موادو پر کارولو، په پروژو کې د کارونو پرځنډ، د داوطلبۍ او تړونونو په غېر شفافې پروسې، د ظرفیتونو په کموالي او داسې نورو نیمګړتیاو، انتقادونه شوي دي.

د فواید عامې وزارت، د دغه سیسټم له فعالیدو سره به نه یوازې پراختیايي پروژې بلکې، د لویو لارو د باروړونکو موټرو د تللو سیسټم هم انترنټي کړي څو په ټولو برخو کې د فساد مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند