ولسمشر غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع له وزیر جیمز متېس سره وکتل.

له ارګ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ د افغان ځواکونو د تهجیز او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبازرې په اړه هم خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ناروي شاهي هېواد له صدراعظم سره هم لیدلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ولسمشر غني د ناروي له صدراعظم سره په خبرو کې ویلي چې که څه هم افغانستان د سولې غوښتونکی دی خو لاهم په سیمه کې ځینې عوامل شته چې سوله د خپلو ګټو په زیان بولي.

د ارګ ماڼۍ د خبرپاڼې پراساس ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن نړیوال امنیتي کنفراس په څنډه کې د المان له صدراعظمې انګیلا میرکل هم سره کتلي دي.

ولسمشر د پنجشنې په ماښام د مونشن په نړیوال امنیتي کنفراس کې د ګډون په هدف جرمني ته تللی دی.