افغان حکومت د عربي متحده اماراتو له لورې دغه هېواد ته د طالبانو د ورتګ له مخنیوي څخه هرکلی کوي.
اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي چې د اماراتو وروستی اقدام د طالبانو او هغو هېوادونو لپاره د خطر زنګ دی چې له دغه ډلې ملاتړ کوي.
ځینو رسنیو د عربي متحده اماراتو د یو شمېر سرچینو له قوله ویلي چې عربي متحده اماراتو دغه هېواد ته د طالبانو د هغه استازو د ورتګ مخنیوی کړی چې غوښتل په کابل کې د اماراتو د سفیر د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي.
تراوسه کومې رسمي سرچینې دغه موضوع نه ده تائید کړې او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي