ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر اشرف غني نن د مونشن په ښار کې د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره وګوري.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له جرمني څخه ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر غني او مایک پینس تر منځ دا لیدنه له هغې وروسته چې امریکا کې نوې اداره رامنځ ته شوې د دواړو هېوادونو تر منځ لومړنۍ د لوړې کچې لیدنه او مهمه ده:
"زموږ هیله دا ده چې د امریکا نوې اداره به د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره زموږ د ۴ کلن پلان ملاتړ وکړي، همدارنګه تر هغه وخته چې د افغانستان خپل ځواکونه پر پښو درېږي د امریکا او د ناټو د نورو غړیو ځواکونه به زموږ د امنیتي ځواکونو د جوړولو لپاره زموږ سره همکارۍ ته دوام ورکړي."
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دې سفر کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره ملګرتیا کوي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د مونشن د امنیتي کنفرانس تر څنګ د یو شمیر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم لیده کاته ولري.