پاکستان وايي پوځي عملیاتو کې لسګونه ترهګر وژلي

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي، په دې هېواد کې د یو لړ تروریستي بریدونو وروسته یې په لسګونو ترهګر وژلي دي.

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ دا اعلان له هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې د سند ایالت په لعل شهباز قلندر زیارت کې چاودنې د دېرشو ماشومانو په شمول ۸۳ کسان ووژل او تر سلو زیات نور یې ټپیان کړل.

د داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د پاکستان پوځ پرون وویل، له وړمې شپې راهیسې یې په عملیاتو او چاپو کې تر سلو زیات ترهګر وژلي او په ګڼ شمیر کې مشکوک کسان یې نیولي دي.