افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په سېند ايالت کې د لال شهباز قلندر پر زيارت حمله غندلې ده او د داعش په ګډون د ټولو تروريستي ډلو پر ضد پر مبارزه ټينګار کړی او د ترورېزم خطر يې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن بللی دی.
له بلې خوا د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د پاکستان په سند ايالت کې د لال شهباز قلندر پر زيارت حمله غندلې او د دې پيښې د قربانيانو له کورنيو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي عبدالله همدا راز پر خپل ټويټر په پيغام کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې ټينګار کړی دی.
د پاکستان په جنوب کې د داعش وسله والې ډلې د دې حملې د قربانيانو شمېر اتيا تنو ته رسېدلی دی.
په وژل شويو کې لږ تر لږه دېرش کوچنيان دي او تر سلو زیات نور کسان ټپيان شوي دي.
د سند ايالت حکومت پرون د درو روځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ.
دا په تېره اونۍ کې په پاکستان کې د بمي بریدونو تر ټولو خونړۍ حمله ده او داسې مهال شوې چې پاکستاني طالبانو او نورو تندلارو ډلو د نویو بریدونو ګواښونه کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د دفتر د معلوماتو له مخې، شريف دغه وژنه غندلې او دا يې د پاکستان د پرمختللي راتلونکي حمله بللې ده.
ده ویلي چې په خپل وس سره به د پاکستان د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي.