د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر د تړلو په غبرګون کې وايي چې دغه اقدام نه یوازې دا چې د ثبات په ټینګښت مرسته کوي بلکې د نا امنیو سبب هم کیدای شي.
دا وزارت وايي چې پاکستان څو ځلي دا ډول هڅې کړي خو نتیجه یې نهده ورکړې او خلک یې پر وړاندې دریدلي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که پاکستان غواړي په زور د یو قوم چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پروت دی د تګ-راتګ مخه ونیسي نو پایلې به یې خطرناکه وي.
نوموړی له پاکستانه غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته دغه لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړي.
ښاغلي لېوال زیاته کړه:
"څو وارې یې داسې هڅې کړي چې د تورخم لار وتړي خو نتیجه یې نهده ورکړې ځکه خلک اجازه نه ورکوي، که د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د مېشتو میلیونونو کسانو د تګ راتګ مخه نیول کېږي نتیجه نه ورکوي او ښايي نورې ستونزې هم جوړې کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په سېند ایالت کې د مرګونې برید وروسته چې اویا تنه پهکې ووژل شول د پاکستان امنیتي چارواکو د پنجشنبې په شپه د امنیتي دلایلو له کبله د تورخم بندر تر نامعلوم وخته وتړله.
سیاسي کارپوهان وايي، د تورخم بندر تړل کېدل تر ډېره سیاسي اړخ لري.
افغانستان او پاکستان له ډېرې مودې راهیسې یو بل د ترهګرو پر ملاتړ تورنوي.
د پاکستان له لوري د تورخم بندر تړل تازه اقدام نهدی، د روان هجري لمریز کال په لومړیو کې هم دغه لار له دې کبله وتړل شوه چې ګواکې افغان سرحدي پولیسو د ډیورنډ په فرضي کرښه کې د پاکستان له لوري د دروازې د جوړولو مخه نیولې وه.
له هغې وروسته پاکستان خپل هېواد ته د ټولو افغانانو پر ورتګ د ویزې اخېستل لازمي کړل.
د تورخم بندر د افغانستان یوله مهمو بندرونو څخه دی چې پاکستان ته د مسافرو د تګ راتګ سربېره له دغه هېواد سره د افغانستان د سوداګرۍ ډېره برخه له همدې لارې کېږي.
له بلېخوا د ننګرهار د سرحدي پولیسو د ارکان مشر ایوب حسین خېل وايي چې پاکستان د هغه افغان مسافرو سربېره چې ویزې هم لري سوداګریزو موټرو ته د تګ د راتګ اجازه نه ورکوي.
نوموړي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د یاد بندر د خلاصېدو لپاره جدي هڅې کوي.
حسین خېل وايي:
"لاره د مسافرو او موټرو پرمخ تړلې ده ، پاکستانیان چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي موږ هڅه کوو چې دغه ستونزه حل شي پاکستانیان وايي چې په دې سیمه کې عملیات لري او ان د جنازو د انتقال اجازه نه ورکوي."
د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان بیا وايي چې د یادې ستونزې د حل لپاره باید اساسي حل لاره ولټول شي او په دې برخه کې له پاکستان سره جدي بحث ته اړتیا ده.
سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځي وايي:
"له پاکستان سره جدي بحث ضرور دی او دغه بحث باید پر اسنادو او مدارکو وي او په کار ده چې د پاکستان پر سرغړونو ټوله نړۍ خبره شي بیا کیدای شي چې موږ ترې مثبته ګټه واخلو."
د نوموړي په خبره دا لومړی ځل نهدی چې پاکستان له هغو نړیوالو قوانینو چې په خپله یې هم لاسلیک کړي سرغړونه کوي نو ځکه یې باید له ټولې نړۍسره د یاد هېواد سرغړونې له اغېزمنې لارې شریکي شي او فشار پرې راوستل شي.
محمد حدیث پردېس