حزباسلامي وايي، ګلبدین حکمتیار دا مهال کابل ته څېرمه په یوه ولایت کې دی او د حکومت چمتوالي او استقبالیه جشن ته منتظر دی.
د دغه حزب یوه ویاند حمید عزیزي د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې د حزباسلامي د مشر د راتګ په استقبالیه جشن کې شاوخوا یو نیم میلیون کسان ګډون وکړي خو د دغه مراسمو د امنیت ټینګول یو ستونزه ده.
نوموړی هیله ښيي چې د روان هجري لمریزکال د کب تر۲۰ نېټې وړاندې د حزباسلامي او حکومت د شوې هوکړې ډیره برخه عملي شي.
عزیزي زیاته کړه:
"د حزباسلامي د مشر د راڅرګندېدو او کابل ته د نوموړي د راتګ لپاره ټول چمتوالی نیول شوی خو له بدهمرغه د حکومت د چمتوالي په برخه کې ځیني مشکلات شته د وخت په باره کې موږ ویلای شو چې د حوت تر شلمې نېټې وړاندې انشاالله انجنیر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي."
څه موده وړاندې د ملګرو متلونو د امنیت شورا د بندېزو له لېسته د حزباسلامي د مشرګلبدین حکمتیار نوم واېسته چې په دې ترتیب د افغانستان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د شوې هوکړې یو لوی خنډ لېرې شو.
له دې وړاندې د افغان حکومت او حزباسلامي ترمنځ د شوې هوکړې پلي کیدونکې کمېټې ویلي وو چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
د دغه کمېسیون غړي او د حزباسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم ویلي چې ګلبدین حکمتیار به د حزباسلامي د زندانیانو د لومړنۍ برخې تر خلاصیدو وروسته کابل ته راشي.
اخوا د ارګ ماڼۍ بیا وايي چې له حزباسلامي سره د شوې هوکړې عملي کېدو ته ژمن دي او په دې برخه کې به اقدام وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي:
"د ملي یووالي حکومت ځان ژمن او مکلف بولي چې د یادې هوکړې ټول موارد عملي کړي."
یو شمېرسیاسي کارپوهان بیا وايي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ او د جګړې د لیکو پریښودل به تر یو بریده په امنیتي وضعیت مثبت اغېز وکړي.
سیاسي کارپوه بشیر هاتف وايي، که څه هم حزباسلامي په راونې جګړې کې دومره برخه نه لرله خو کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ نورو وسلهوالو ډلو او په خاصه توګه طالبانو ته د سولې په اړه یو واضح پیغام لرلای شي.