د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د نولۍ په کلي یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د توپونو ډزې کړې چې په کې دوه تنه وژل شوي.
د کونړ امنيه قومندانۍ ویاند فریدالله دهقان ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه لس بجې پاکستانیو ځواکونو د سرکاڼو ولسوالۍ په نولۍ باندې د درنو توپونو له لسو زیاتې ډزې کړي چې یوه يې د هستوګنې په کور لګیدلې چې پهکې یوه مور او یو ۱۵ کلن زوی وژل شوي دي.
نوموړی وايي:
"دا شپې له ۱۰ بجو نه تر پاو باندې لسو پورې د پولي له بلې غاړې پاکستانیو نظامیانو د توپونو ګولۍ راویشتلي په نولۍکلي باندې دوه تنه پهکې شهیدان شوي."
له تېرو څو کالو د پاکستان پوځ د کونړ او په ډیورنډ کرښه پرتو نورو ولایتونو باندې د توپونو ډزې کوي چې همدې ډزو زیات افغاناند خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي چې اوس هغه ټولې ساحې له خلکو خالي شوي دي.