اشرف غني د مونېخ غونډه کې د ترورېزم ګواښونو په اړه بحث کوي

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مونېخ په امنیتي غونډه کې د ترورېزم د ګواښونو په اړه بحث وکړي.

دا غونډه نن په جرمني کې پیلېږي او دوه ورځې به دوام لري.

د افغانستان حکومت اجرائیه ریاست تمه لري چې د دې غونډې ترسره کېدل به د ترورېزم په وړاندې مبارزې برخه کې له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې همکاري ډېره کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ تمه دا ده چې دغه غونډه په حقیقت کې د افغانستان د حکومت او ملت سره د همکاریو د ډېرېدو لامل شي ، څو د هغې ګډې مبارزې چې کلونه وړاندي پیل شوې ، ډېر ژر نتیجه واخلو."

ټاکل شوې د مونېخ د امنیتي غونډې په څنډو کې د مشارکت او پرمختیا په نوم یو تړون هم د افغان چارواکو او د اروپایې ټولنې ترمنځ لاسلیک شي.

ولسمشر غني تېرماښام د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ جرمني ته سفر وکړ.