د سوريې په اړه د قزاقستان غونډه پرته له مثبتې نتیجې پای وموند

د سوريې د شخړې د سوله ییز حل په اړه په قزاقستان کې پرونۍ غونډه پرته له کومې مثبتې نتیجې پای ته ورسېده.

خو روسیه، ترکيه او ایران وايي، دوی به په سوریه کې د اوسني کمزوره اوربند د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په استانه کې پرونۍ غونډه یوازې ۴۰ دقیقې وه او راپورونه وايي چې د سوريې حکومتي پلاوي او د وسله‎والو یاغیانو استازو له یو بل سره مخامخ او جلا خبرې کول رد کړل.

په همدې حال کې د سوريې د حکومت د وسله‎والو مخالفینو یوه مشر ویلي مسکو ورسره زیاتې ژمنې وکړې د هغه په خبره روسيې ویلي چې د سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو لپاره به رول ولوبوي او هغه سیمې به ونه ولي چې د یاغیانو په کنټرول کې دي.