پخواني جهادي مشر او د افغانستان د حراست او ثبات شورا مشرتابه غړي عبدالرب رسول سیاف چې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو لمانځغونډه کې يې خبرې کولې یو شمېر رسنۍ یې په هېواد کې د فساد په ترویج تورنې کړې.
ښاغلي سیاف ونه ویل چې کومې رسنۍ په دا ډول عمل لاس پورې کوي خو زیاته یې کړه چې یو شمېر رسنۍ په هېواد کې د فساد او په فحشا خپرولو کې لاس لري.
نوموړی وايي:
"نن زموږ تلویزیونو کې ښکلول او په غېږه کې نیول په ښکاره توګه روان دي، دا په یوه دیني او جهادي ټولنه کې د زغم وړ نهده یو خو خپله فساد چې بد کار دی او بل د فساد خورول هم بد دي او دا ډول کارونه چې یو شمېر رسنۍ یې کوي د فساد زیږنده ده."
اوس مهال په افغانستان کې د پام وړ تصویري، صوتي او چاپي رسنۍ فعالیت لري.
له دې ډلې څخه خپله عبدالرب رسول سیاف هم د "دعوت" په نامه تلویزون لري خو اوس پوښتنه په دې ځای کې ده چې د ښاغلي سیاف اظهارات څه څرګندوي؟
ایا دغه ډول څرګندونې به د رسنیو ازادي ته زیان ونه رسوي؟
په همدي اړه د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې موږ په اجمالي توګه مسئله مطرح کوو او د دې پرځای چې چې یوه رسنۍ ستونزه لري او انتقاد پرې وکړو او پر ټولو انتقاد کوو، په دې صورت کې د رسنیو او د بیان د ازادۍ پر سنت انتقاد کوو. دا په دې معنی ده چې موږ پر یو ارزښت انتقاد کوو د بل ارزښت په مقابل کې . دا کیدای شي د بیان د ازادۍ خلاف اوسي، لکه د ښاغلي سیاف خبرې."
ښاغلي خلوتګر همدرانګه وویل، کومې رسنۍچې د ښاغلي سیاف په باور فساد او فحشا کې ښکیل دي کولای شي چې د رسنیو د تخطۍ کمېسیون ته یې ور پېژني.
ښاغلي سیاف د دې څرګندونو ترڅنګ له حکومته غوښتي څو په رسنیو کې د فساد مخه ونیسي.
سباوون کاکړ