بهرنیو چارو وزارت: پاکستان دې له افغان کډوالو سیاسي استفاده نه‌کوي

د پاکستان لاهور کې د دوشنبې ورځې د انتحاري حملې په تړاو د دغه هېواد د پولیسو له لوري د یو شمېر افغان کډوالو تر نیولو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو مرکز پر پاکستان غږ کوي چې په هغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو څخه سیاسي استفاده ونه‎کړي.

د دغه مرکز رئیس فرامرز تمنا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان تل پاکستان کې له طرحه شویو ترورېستي پلانونو څخه زیانمن دی.

ښاغلی تمنا وايي، د افغانستان د امنیتي بنسټونو معلومات ښیي چې دواړو هېوادونو کې شوې ترورېستي پېښې پاکستان کې طرحه کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو مرکز رئیس فرامرز تمنا

نوموړی وايي:

"افغان حکومت تل له هغو ترورېستي پېښو څخه زیانمن شوی چې پاکستان کې طرحه کېږي، افغان حکومت دا ردوي چې ګواکې افغانستان کې مخالفې وسله‎والې ډلې په پاکستان کې ترسره شویو بریدونو کې لاس لري برعکس موږ د پاکستان له خاورې څخه ګواښل شوي یو. هیله لرم چې له افغان کډوالو څخه هېڅ ډول سیاسي استفاده ونه‌شي."

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د نوموړي هېواد امنیتي ځواکونو لاهور کې د دوشنبې ورځې تر انتخاري برید وروسته ۴۰ تنه نیولي چې یو شمېر یې افغانان دي.

د پاکستان دنیا نیوز چینل راپور ورکړی چې دا کسان د لاهور ښار د وروستۍ انتحاري حملې په تړاو نیول شوي دي.

افغانستان کې د پاکستان سفارت یوه مطبوعاتي مسؤل اختر منیر ازادي راډیو ته وویل چې دوی لا تر اوسه په دې اړه پوره معلومات نه‎لري.

دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستاني ځواکونه په یاد هېواد کې تر چاودنو او انتحاري حملو وروسته افغانان نیسي او ځوروي یې، بلکې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ان له یاد هېواده‌یې د اجباري ایستلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت باید له کډوالو سره د بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ د شویو تړونونو مطابق چلند وکړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل، پاکستان کې د بې‎ګناه افغانانو نیول او ځورول د کډوالۍ د ټولو قوانینو او اصولو څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل

نوموړی وايي:

"که بې‎ګناه افغانان نیول کېږي دا د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو تړونونو څخه او همداراز د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده."

ښاغلی میاخیل وايي، پاکستان کې د افغانستان د کډوالو اتشې دې برخه کې هڅې کوي څو نیول شوي بې‌ګناه افغان کډوال خوشې کړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې د چهارشنبې په ورځ په یاد هېواد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ تر منځ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې درې اړخیز تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به‌یې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پایه په پاکستان کې د مېشت راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدلو موده وغځېږي.

راپور: عبادالله حنان‌زی