ولسمشر غني د پنجشنبې په ماښام جرمني ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشنبې په ماښام جرمني ته ولاړ څو د مونیخ په درې پنځوسم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له ګڼو مشرانو سره په بېلابېلو مهمو مسایلو هم جلا خبرې وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم کابل کې نن وختي د ولسمشر د سفر په اړه جزییات ورکړي و.

"ولسمشر به په دغې غونډه کې د افراطیت او بنسټ پالنې او د سیمې او نړۍ لپاره د ترورېزم په خطر خبرې وکړي."

د مونیخ په درې پنځوسم امنیتي کنفرانس چې سبا د فبروري په ۱۷ پیلېږي او په نولسمه پای ته رسېږي د نړۍ شاوخوا ۵۰۰ مشران په روانو کړکیچونو او د نړیوال امنیت په وړاندې په راتلونکو ننګونو بحث کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د بیان له مخې تمه ده د یاد سفر پر وخت د ولسمشر په حضور کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فېډریکا موګریني سره د همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړي.