حزباسلامي د دغه حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د ناروغۍ اوازې په کلکه رد کړې.
د حزباسلامي ویاند نادر افغان نن ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلي حکمتیار له ښه روغتیايي وضعیته برخمن دی او دا مهال د کابل په کوم ګاونډي ولایت کې کابل ښار ته د ننوتو چمتووالی نیسي.
ښاغلی افغان وايي:
"دا چې رسنیو ویلي جناب حکمتیار ناروغ دی او په ترکیه کې بستر دی دا کاملاً دروغ دي، هغه په افغانستان کې دی او له بشپړې روغتیا څخه برخمن دی."
دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ ترکي رسنیو خبر ورکړی و چې ګلبدین حکمتیار دا مهال ناروغ او د ترکیې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
نادر افغان وايي، حزباسلامي له حکومت سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی، خو د حکومت لهخوا د توافقنامې د مادو په سست پلي کېدو یې اندېښنه څرګنده کړه.